IQNA

پاکستان په یولسو هیوادونو کې افغانانو ته د  ویزې ورکول ودرول

15:28 - February 13, 2023
د خبر لمبر: 3486893
ایکنا-(تهران)د افغانستان د طالبانو او د پاکستان دحکومت ترمینځ په همداوروستیو کې د ځينو ترینګلتیاؤ او اختلافاتو له امله اړیکې تر ډیره حده خړې پړې شوي دي، البته ددغې فیصلې د دلیلونو په باب د پاکستان حکومت تر دې دمه څه نه دي وئيلي.

 

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله له قوله راپور راکړ،  د پاکستان خارجه وزارت په یوې خبرتیا کې  وئیلی دي ،فی الحال ئې د افغانستان د ښاریزو لپاره د وزیرو ورکول تر بلې اطلاع پورې درولی دي .

  د پاکستان خارجه وزارت په دغې خبرتیا کې وئيلی دي،په یولسو هیوادونو کې ئې  خپلو سفارتونو او کونسلګریو ته وئیلی دي وڅو  دافغانستان  ښاریزو ته دې د ویزو ورکول تر بل  خبر پورې وځنډوي.

 که څه هم ددغې فیصلې دلیل نه دی بیان شوی،خو په وروستیو اونیو کې د پاکستان او د افغانستان د طالبانو اړیکې په پاکستان کې د افغان پناه غواړو  د کړونې او نیونې او ځینو نورو ترینګلتیاؤ  په وجه  تر ډيره حده خړې پړې شوي دي .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/11/24/2852846/%D

captcha